د روزگان د ولايتي شورا غړو خبر ورکړی، چې د دې ولايت څلور ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي. هغوی وايي، گيزاب، چارچينو، دهراود او خاص روزگان کې له تېر يوه کال راهيسې جگړو زور اخيستی او اوس دغو ولسواليو ته غځېدلې لارې تړل شوې دي.
د روزگان د ولايتي شورا مشر عبد الکريم خادمزي ويلي، دا څلور ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي. نوموړی زياتوی: «که مرکزي حکومت دې ولایت ته جدي پاملرنه ونه کړي، ښايي ټول ولایت سقوط وکړي».
د روزگان والي او امنيه قوماندان هم دې څلورو ولسواليو کې د جگړو پخلی کړی او منلې يې ده، چې لارې يې تړلې دي، خو هغوی ټينگار کوي، چې دغه لويې لارې به پرانيزي.
د روزگان امنيه قوماندان غلام سخي روغ لېونی دې ولايت کې د جگړو ډېرېدو لامل کندهار، زابل او هلمند کې د طالبانو ماته يادوي، چې په وينا يې طالبان له دې ولايتونو روزگان ته ورځي. خو بل لور ته د راپورونو پر اساس طالبان يادو ولايتونو کې هم پر مخ درومي.
د ملي يووالي حکومت لا په دې اړه خپل دريځ نه دی څرگند کړی.