د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار ويلي دي، دولت سره د سولې لپاره اړتيا نه شته، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
دولت سره د سولې خبرو کې د حزب اسلامي وياند امين کريم اسوشيتد پرس اژانس سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار د سولې لپاره له دې شرطه صرف نظر کړی، چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکمتيار له دې مخکې سولې ته د ناستې لپاره تر ټولو لومړی شرط له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل ايښی و.
د حزب اسلامي نور شرطونه د سياسي زندانيانو ازادېدل، يو بې پرې موقت دولت رامنځته کېدل او دايمي اوربند دي.
کابل کې د حزب اسلامي له پلاوي سره تر دې دمه څو ناستې شوې دي او په نږدې راتلونکې کې د بلې ناستې خبر هم ورکول شوی دی.