سعودي عربستان د ایران پر ماهان الوتکو دغه هېواد ته پر سفر بندیز ولگاوه.سعودي چارواکو نن اعلان وکړ چې ماهان الوتکي نه شي کولی چې د سعودي له هوايي ډگرونو او اسمان څخه گټه پورته کړي.
د سعودي د دې پرېکړې لامل دا ښودل شوی چې گواکې ماهان هوايي شرکت «د نړیوالو قوانینو مخالفت» کړی. سعودي چارواکو دا تصمیم په داسې حال کې نیولی دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې پرې دي.
تېر کال سعودي شیعه عالم نمر النمر د فساد په تور اعدام کړ چې له امله یې په ایران کې لاریون کوونکو د سعودي سفارت او کونسلگرۍ ته اور واچوه چې په غبرگون کې یې سعودي خپلې سیاسي اړیکې له ایران سره پرې اعلان کړې.
په دې وروستیو کې ایراني ولسمشر حسن روحاني هیله ښکاره کړه چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ یو ځلې بیا دیپلوماتیکي اړیکې جوړې شي.
د حسن روحاني له دې څرگندونو وروسته د سعودي او بحرین هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې که ایران غواړي له عربي هېوادونو سره ښې اړیکې ولري نو په خپل بهرني سیاست کې دې بدلون راوړي.