د راپورنو له مخې به نن تر ماسپښین وروسته د کانکور نتایج اعلان شي. د لوړو زدهکړو وزارت چارواکي وايي چې ۲۰۰۰۰۰ متعلمینو سږکال د کانکور ازموېنې ته تیاری کړی وو.
د وزارت د چارواکو په وینا دوی د ۱۲۵۰۰۰ محصلینو د جذب توان لري چې له دوي څخه به څه پوهنتونونو او څه نور به د نیمه لوړو زدهکړو موسساتو ته معرفي شي.
تېرو کلونو کې د کانکور په ازموېنه کې د لوړ فساد لامله ډېری متعلیمنو به نشوای کولی چې خپل په زړه پورې پوهنځي ته لاره پیدا کړي.
سږکال د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې دوی د نوي سیستم د عملي کولو له لارې د فساد کچه تر ډېره ټیټه کړې او په راتلونکي کې به دغه کچه صفر ته نږدې کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند فیصل امین وايي چې سږکال به ۵۸۸۳۱ محصلین ملي پوهنتونونو ته او ۶۴۰۰۳ محصلین به نیمه حکومتي پوهنتونونو ته او ۴۰۰۰۰ به شخصي پوهنتونونو ته وپېژندل شي.
تمه کېږي چې نن تر مازدیگر څلور بجو پورې د کانکور نتایج اعلان شي.