خبرونهسلايډ

څېړنه: ۳۰٪ اروپايي جگړه‌مار له جگړې لاس په سر شوي

یوه نوې څېړنه ښکاره کوي چې له ۴۰۰۰ اروپايي جگړه‌مارو څخه چې سوریې ته د گڼو ډلو د ملاتړ لپاره تللي وو ۳۰٪ یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. دا څېړنه همدارنګه وايي چې له دې جګړه‌مارو څخه ۱۴٪ خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

دغه څېړنه د هاگ د ښار د ترهگرۍ ضد نړیوالې ادارې له لوري شوي دي. څېړنه دا هم ښکاره کوي چې له دې جگړه‌مارو څخه ډیرې له فرانسې، جرمني او برتانیې څخه دي او که د نفوس تناسب ته وگورو نو بلجیم د خپل نفوس په تناسب ډېری جگړه‌ماري په دې جگړه کې لري.

د دې څېړنې له مخې د پاریس او بلجیم په یرغلونو کې دغو جگړه‌مارو لاس درلود. څېړنې دا ستونزمنه ښکاره کړې چې د دغو جگړه‌مارو د بېرته راگرځېدو لاملونه ښکاره کړي خو یوه بله ورته څېړنه چې د یوې جرمني ادارې له لوري شوې وايي چې د بېرته راگرځېدو لاملونه په لاندې ډول دي:

  • ځینې د دې لپاره راغلي چې له ځان سره نور خلک د جگړې لپاره تشویق کړي؛
  • ځینې په اروپا کې د چاودنو او جگړو لپاره راغلي؛
  • ځینو د خیانت او جنایت احساس کړی دی؛
  • او ځینې نور بیا پښیمانه شوي دي.

څېړنه دا هم ښکاره کوي چې ډیری فرانسوي جگړه‌ماري له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي. د دوي د راپور له مخې یوازې ۹۰۰ تنه فرانسویان د داعش په لیکو کې جگړه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button