د حکمتیار د حزب اسلامي د مرکچي ټیم مشر په افغان حکومت کې دننه ځینې کړۍ تورنوي چې «سیاسي واک غنیمت ګڼي» او د سولې په لار کې ننګونې راولاړوي. محمد امین کریم، د حزب د مرکچي ټیم مشر هغه اوازې ردوي چې ډلې يې له افغان حکومت څخه د وزارتونو غوښتنه کړې.
کریم ټینګار کوي چې تر اوسه یې هېڅ امتیاز نه دی غوښتی.
محمد امین کریم وايي: «په نظام کې دننه ځانګړې کړۍ شته چې سیاسي واک غنیمت ګڼي او د سولې بهیر او قانوني حکومت د رامنځ ته کېدو په لار کې خنډونه راولاړوي».
کریم په ډاګه نه کړه چې کومې کړۍ د حکمتیار له حزب اسلامي سره د خبرو په لار کې ننګونې رامنځ ته کوي؛ خو د حکمتیار استازي وویل، چې د ملي يووالي په حکومت کې يې «یوازنی» مخاطب او د نظام اصلي مسوول، ښاغلی اشرف غني دی.
ښاغلي امین په ملي يووالي حکومت کې د اجراییه رایاست ټیم ته کومه نغوته ونه کړه.
ویل کېدل چې د حکمتیار د حزب اسلامي استازي د خبرو په دوو پړاونو کې د یوه سند په اړه هوکړې ته رسېدلي وو؛ خو اوس ښاغلی کریم وايي چې په دغه سند کې پاموړ بدلونونه راغلي دي.
ښاغلي امین هغه رپوټونه «زهرجن تبیلغات» وبلل چې په کې ویل شوي وو چې حزب اسلامي د دوو ځانګړو وزارتونو غوښتنه کړې ده.