دلاق او دلاغ / صفیه حلیم
په تاسو کې ډېر به بورقه پېژني، هغه چې په افغانستان کې چادري نومېږي. په پېښور کې به ورته جينکوورته “شټل کاک” ويل، هلته دا به سپينې وې. که څوک شټل کاک نه پېژني نود بيډمنټن لوبه دې وګوري.
پخوانۍ زمانه ډېره ښه وه ځکه د خانانو ښځې به د کور نه بهر وتلې نو ډولۍ يا چوپان کې کيناستې. نورو به په يو څادر يا پټو کې د بل چا کور ته ورودانګل. او هغه چې ټوله ورځ يې په پټيو کې د سړو سره کارونه کول، په ښځو کې نه حسابېدې.
بيا زمانه بدله شوه او خانان ډېر شول خو هر چا سره ډولۍ نه وې. د ايران او مرکزي ايشيا نه د تجارت د مال سره سره شټل کاک بورقې او دلاغ هم راتلل. په پيښور کې د ګوتو په شمير درزيان (خياطان) د بورقې په ګنډلو نه پوهېدل، دلاغ جوړول خو ډېر مهارت غوښتو.
د بوټانو سره ګنډل شوی پرتوګ به دلاغ و. ښځې چې به بهر تلې نو اول به يې د جامو د پاسه دلاغ واغوستو چې په ملا کې به بندېده. بيا به يې په سپينه بورقه کې ځان پټ کړو. په کابل کې دلاغ او بورقې به ښې جوړېدې ځکه هلته په شاهي ټبر کې ښځې ډېرې وې. د افغانې ښځو کميس او برتوګ هسې هم ډېر دروند وي نو هغوی د دلاغ نه بوټ ليرې کړو. بيا بره برخه يې هم ترې ليرې کړه او تر ګونډو به راتله.
د پېښور ښځو دلاغ نه لاس واخستو ځکه په سختې ګرمۍ کې چا د دلاغ حوصله نه لرله. په ښار کې خياطان زيات شول او دوی به د سپينې بورقې رومال او ټوپۍ ( د چادرې سر) د ګاک په فرمايش د کابل نه جوړې راغوښتلې. دا به يې د لس ګزه څادر سره يو ځای کړل.
زمونږ مياندو او تروريانو به هم دغه سپينې بورقې په سرولې. دوی به راته کيسې کولې چې پخوا به د سپينو بورقو سره “دلاغ” هم جوړېدل. خو ما پخپلو سترګو چرې دلاغ نه و ليدلی. د ښار يوې سپين سرې به راته وضاحت کوو چې دلاغ اغوستل ورته څومره ګران وو. لس ګزه بورقه په سر او پينځه ګزه ټوکر نه جوړ دلاغ ګرځول څه ټوکې نه وې. په ګرمۍ کې به داسې وې لکه تور قبر کې چې څوک ناست وي. په لاره کې د خاورو او خټو نه به دلاغ ولړل شو.
خو د دلاغ زمانه لنډه وه، په دې نه چې خلک ماډرن شول، بلکه دلاغ ګران وو. هغه وخت د خلکو سره کيمرې نه وې چې يو تصوير يې اخيستې وې. خو ځينو انګريزانو په نولسمې پېړۍ کې د کابل د ښځو انځورونه کښلي وو چې په هغې کې دلاغ هم ښکاري.
صفيه حليم له بلاگ څخه