د عراق د سیمهایزو راپورنو له مخې په فلوجه کې خلک د خوړو او درملنې د نشت له کبله د مرگ له گواښ سره مخ دي. د فلوجې د خلکو شمېر له اتیا زرو څخه نیولې تر سل زرو پورې ده.
فلوجه د عراق د پوځ او شیعه ملیشو له لوري له څه مودې راهیسې تر کلکې محاصرې لاندې ده. د دې ښار په اوسېدونکو باندې ټولې لارې بندې دي. خلک خوړو، درملنې او د نورو لومړنیو موادو ته لاسرسی نه لري.
د فلوجې د ښار نوي پیدا شوي ماشومان د خوړو د کمښت له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکوي. ډېری مشرانو او ځوانانو ځان وژنه کړې ده.
فلوجه د عراق لومړی ښار دی چې په ۲۰۰۴م کال کې د امریکایي سرتېرو په وړاندې یې کلک مقاومت پیل کړ. د فلوجې خلکو څلور امریکايي سرتېري په عام محضر کې وځړول. له هماغې ورځې راهیسې د امریکا او عراقي شیعه دولت دواړه د فلوجې په ښار ګڼ عملیات کړي دي.
په ۲۰۱۴م کال کې فلوجه لومړی ښار وو چې د داعش ډلې له لوري ونیول شوه او اوسمهال د شیعه ملیشو له لوري محاصره ده.