خبرونهسلايډ

د طالبانو د نظامي کمېسیون پخواني مشر له ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ

د طالبانو د نظامي کمېسیون پخواني مشر د طالبانو له مشر، ملا اختر محمد منصور سره خپل بیعت اعلان کړ. د طالبانو رسمي وېب پاڼې نن د ملا عبدالقیوم ذاکر په لاس یوه لیکل شوې خبرپاڼه خپره کړه چې ذاکر په کې خپل بیعت اعلان کړ.

ملا عبدالقیوم ذاکر د ملا اختر محمد منصور د ټاکلو پر مهال بیعت نه و کړی. ذاکر د بیعت د ځنډ په اړه لیکي چې د «ځینو عمده ټکو» په خاطر یې بیعت ځنډولی و. ملا عبدالقیوم ذاکر لیکي چې د «اسلامي امارت د هراړخیز بریالیتوب، استقلال، د نظام د ښه بهبود او صف متحد ساتلو» او ځینو «شرعي ملحوظاتو» لپاره یې وروسته بیعت وکړ.

ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د هغو مشرانو له ډلې دی چې څو کاله ګوانتانامو کې بندي و. له خلاصي وروسته د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر شو چې د ۲۰۱۴م کال په اپرېل کې یې د روغتیايي ستونزو له امله استعفا ورکړه.

ذاکر د خبرپاڼې په پای کې لیکي: «محترم ملا اختر محمد منصور زموږ مشر دی، زما ورسره د شریعت په چوکاټ کې بیعت دی».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button