امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شتون او ماموريت په اړه له سره فکر کوي
امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شتون او عملياتو په اړه له سره فکر کوي.
د امريکا لوی درستيز جنرال جوزيف ډانفورد واي، چې طالبانو سره د جگړو او افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او مرستو په اړه يې پر نوې کړنلاره کار پيل کړی او ډېر ژر به ولسمشر بارک اوباما ته وسپارل شي.
افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پخواني قوماندان جنرال جون ايف کمپل سپينې ماڼۍ ته مشوره ورکړې وه، چې افغانستان ته نور پوځيان راولېږي او په عين حال کې طالبانو سره د خبرو لپاره هم هڅې وکړې.
جنرال کمپل ويلي و، که د روان کال تر پايه افغانستان کې امنيت را نه شي، نو راتلونکي کلونه به د افغانستان او ايتلافي ځواکونو لپاره ډېر خونړي وي.
د پنټاگون وياند پيټر کوک د جنرال کمپل د خبرو په غبرگون کې ويلي و، چې دوی اوس د نوموړي وړانديزونو ته اړتيا نه لري او نوي ټاکل شوي جنرال جون نيکلسون ته يې دنده سپارلې، چې د افغانستان امنيتي حالاتو له مخې دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو د اړتياوو او ماموريت په اړه دفاع وزارت سره خپل پروگرام شريک کړي او له هغې وروسته به دوی په دې اړه خپله کړنلاره وټاکي.
د امريکا لوی درستيز په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، چې د ۲۰۱۷م لپاره يې د جنرال نيکلسون په مشوره نوې پاليسي جوړه کړې او کېدای افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر نور هم زيات شي او روزنيز ماموريت يې په پوځي عملياتو بدل شي.