افغانستانسلايډ

بگرام: امريکايي ځواکونو يو افغان کوچنی وژلی

امريکايي ځواکونو بگرام پوځي اډې ته څېرمه پرون يو افغان کوچنی وژلی دی. حکومتي چارواکو د دې خبر پخلی کړی دی.

د پروان امنيه قوماندان جنرال زمان مموزي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، دغه هلک د وسلې په څېر کوم شای ځان سره لېږداوه چې بگرام اډې ته نږدې امريکايانو پرې ډزې وکړې او ويې واژه. نوموړی زياتوي، امريکايي ځواکونو لومړی دغه هلک ته گواښ کړی و او وروسته يې پرې ډزې کړې دي.

د وژل شوي کوچني کورنۍ وايي، هغه سره هيڅ وسله نه وه او امريکايانو هسې په هسې ويشتلی دی.

ځايي پوليسو د وژل شوي تن مړی له سيمې را انتقال کړی دی.

افغانستان کې مېشتو د امريکايي پوځيانو مشرانو تاييد کړې ده، چې د دا ډول يوې پېښې راپور ور رسېدلی دی، خو په اړه يې پلټنې کوي.

د وژل شوي تن مړينې د ځايي خلکو غصه پارولې ده او په دې اړه يې په لاريون لاس پورې کړی دی.

امريکايي ځواکونو پخوا هم پروان او نورو ولايتونو کې په دې گمان بې گناه خلک په نښه کړي دي، چې گوندې وسلې ورسره دي او دوی ته گواښ جوړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button