افغانستانسلايډ

هلمند: تړل شوي ۵۱ ښوونځي بېرته پرانستل کېږي

د هلمند د پوهنې رياست چارواکو ويلي دي، ځايي طالبانو ورته امر کړی، چې په دې وروستيو کې د جګړو له کبله د هلمند تړل شوي ښوونځي دې ژر تر ژره پرانېزي.

د هلمند د پوهنې رئيس عبد المتين جعفر وايي، دا امر ورته په باباجي حوزه، مارجه او نادعلي ولسواليو کې د طالبانو له لوري د پوهنې لپاره ټاکل شويو مسؤولينو کړی او په دې اړه يې ځينو مديرانو ته ليکونه هم ورکړي دي.

جعفر وايي، په يادو او ځينو نورو شمالي ولسواليو کې د جګړو له امله ټول ۵۱ ښوونځي تړل شوي وو، خو د طالبانو له غوښتنې وروسته به يوازې هغه ښوونځي تړلي پاتې شي، چې د جګړې په لومړۍ کرښه پراته دي.

«زما په نظر که الله کول ټول ښوونځي به پرانستل کېږي، دوی له مديرانو سره په خبرو کې ويلي، تر څو چې موږ دلته يو، ښوونځي خلاص کړئ».

د پوهنې رئيس وايي، په دې برخه کې يې دمګړۍ عملي کار پيل کړی او پاتې نورو سيمو کې يې هم له طالبانو سره خبرې پيل کړي، څو يوه تفاهم ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button