افغانستان
دفاع وزارت د خانشين ولسوالۍ د بېرته نيولو ويلي دي
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړې ده، چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د هلمند خانشين ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو له شتونه پاکه شوې او بېرته د دولت ولکې ته ورغلې ده.
د وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د امنيتي ځواکونو عمليات تېره شپه پيل شول او تر سهاره وتوانېدل، طالبان له ولسوالۍ وباسي.
وزارت ادعا کړې، چې دې عملیاتو کې وسله والو ته درانه تلفات اوښتي دي، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.
خو د هلمند د خانشين يوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته وويل، د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ اوس هم خونړۍ نښتې روانې دي او طالبان له ولسوالۍ نه دي وتلي.
خانشين ولسوالۍ تېر کال څو ځل د طالبانو له لوري نيول شوې ده. همدا اوس د هلمند اوه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په کنترول کې دي او نورو ولسواليو کې هم درنې جگړې روانې دي.