تمه وه چې د څلور اړخیزو ناستو راتلونکې هغې کې، چې په اسلام اباد کې ترسره کېده، د طالبانو استازي هم ګډون ولري. پاکستان ژمنه کړې وه چې د مارچ میاشت په لومړۍ اوونۍ کې به د طالبانو په ګډون خبرې پیل شي. خو د تېر کال په څېر د مارچ له تېرېدو سره سره د سولې خبرو د عملي پيل څرک ونه لګېد.
د سولې عالي شورا مرستیال وايي، چې د څلور اړخیزو ناستو پرمهال افغان حکومت خپل تعهدات عملي کړل، خو پاکستان په دې برخه کې خپل تعهدات عملي نه کړل. د سولې شورا په ډاګه نه کړه چې افغان حکومت خپلې کومې ژمنې عملي کړې وې.
د سولې عالي شورا مرستیال وايي که پاکستان اوس هم په دې برخه کې صادقانه ګامونه اوچت کړي، طالبان به د سولې مذاکراتو ته حاضر شي. طالبانو اوونۍ وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د څلور اړخیزو ناستو په تړاو ناخبري وښوده او په دغه بهیر کې یې له ګډونه نټه وکړه.
که څه هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب له افغان حکومت سره خبرې پیل کړې دي؛ خو د طالبانو له خوا د رد خبرې د سولې د څلور اړخیزو خبرو بهیر له ناکامۍ سره مخ کړ.