عراق کې ځانمرگي بريد دېرش تنه وژلي
عراقي چارواکي وايي، چې سکندريه ښار کې د فوټبال له سيالۍ وروسته لوبغالي کې يوې درنې چاودنې لږ تر لږه دېرش تنه وژلي او له شپېتو زيات يې ټپيان کړي دي.
سکندريه د عراق سويل کې له پلازمېنې بغداد څلوېښت کيلوميټره لرې پرته سيمه ده او ډېری اوسېدونکي يې شيعه گان دي.
د امنيتي ځواکونو په وينا چاودنه د ځانمرگي بريد په واسطه شوې دی.
سوريې او عراق کې سخت دريځې داعش وسله والې ډلې د دغې چاودنې پړه منلې ده.
امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د فوټبال له سيالۍ وروسته، چې مېلمنو پر لوبغاړو انعامونه وېشل يوه درنه چاودنه وشوه.
عربي رسنۍ وايي، چې دغه ځانمرگي بريد کې د سکندريه ښاروال په گډون گڼ چارواکي وژل شوي دي.
۲۰۰۳م کې، چې د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش پر عراق بريد وکړ، د ولسمشر صدام حسين حکومت يې په دې تور نسکور کړ، چې اتومي وسلې جوړوي، مگر له پلټنو وروسته هم امريکايي چارواکي په دې ونه توانېدل، چې د اتومي وسلو څرک ومومي.
د امريکايي ځواکونو په شتون کې د شعيه گانو او سنيانو ترمنځ شخړې او نښتې زياتې شوي دي.
د څارونکو په اند امريکا د عراق لږه کي شيعه گانو ته د عراق واک ورکړ او دغو سخت دريځو شيعه گانو د عراقي سنيانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړ او اوس دغه جگړې د سنيانو او شيعه گانو په مذهبي جگړو اوښتي دي.
بل پلو د عراقي شيعه گانو مخور مشر مقتدا صدر لومړي وزير حيدر العبادي ته گواښ کړی، چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې خپل حکومت کې اصلاحات راولي او که تر ټاکلي وخته يې حکومت کې اصلاحات رانه وستل، نو پر ضد يې مظاهرې او لاريونونه پيل کړي.