د امریکا د دفاع وزارت «پنټاگون» د راپورونو له مخې د داعش دویم مهم کس د امریکایي سرتېرو د برېد په ترڅ کې ووژل شو.
د امریکایي چارواکو په وینا د داعش دویم مهم کس عبدالرحمن مصطفی القادولي چې د حاجي ایمان په نامه یې شهرت درلود د ځانگړو امریکايي سرتېرو له لوري په سوریه کې ووژل شو.
د امریکا د دفاع وزیر «اشتون کارتر» د عبدالرحمن مصطفی القادولي وژل منلي دي. تر دې دمخه پنټاگون د القادولي د نیولو او یا وژلو لپاره اووه لکه امریکايي ډالر انعام ټاکلي وو.
امریکايي ځانگړي سرتېري پرون د پنجشنبې په ورځ له یوه هلیکوپټر سره په سوریه کې ښکته شول او د داعش ډلې کاروان ته یې کمین ونیو. لومړی دوی کوښښ کاوه چې القادولي ژوندی ونیسي خو حالات د امریکايي سرتېرو په گټه نه وو نو دوی یې په وژلو کامیاب شول.
عبدالرحمن القادولي عراقي ترکمن وو چې په ۱۹۵۹م کې د عراق په شمال لویدیځ د موصل په ښار کې پیدا شوی وو. القادولي د ابو مصعب الزرقاوی له نږدې ملگرو څخه وو چې د زرقاوي له وفاته وروسته دی د امریکايي سرتېرو له لوري ونیول شو او په ۲۰۱۴م کې دوی یو وار بیا له بنده ازاد کړ چې بیا د داعش له ډلې سره یوځای شو.