د حزب حرکت اسلامی افغانستان رييس او د ولسمشر غني سلاکار سيد حسين انوري د ملي يووالي حکومت ناکام بولي. نوموړی وايي: «د ملي يووالي حکومت مشرانو چې د ټاکنيز کمپاين پر مهال خلکو سره کومې ژمنې کړې وې، ترسره يې نه کړې».
ښاغلي انوري پرون کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال زياته کړه، ملي يووالي حکومت تر اوسه خلکو ته د امنيت، اقتصاد او ژوند ښه کولو په څانگه کې کوم کار نه دی ترسره کړی، بلکې بر عکس افغانستان کې امنيتي او اقتصادي وضعيت بدتر شوی دی.
نوموړي هيواد نه د ځوانانو تېښتې ته په اشاره وويل، دا د حکومت ناتواني ښيي. هغه د حکومت پر مشرانو غږ وکړ، چې اروپايي هيوادونو او په ځانگړي ډول يونان کې د کډوالو د حقوقو د ورکولو په اړه جدي هڅې وکړي او افغان کډوال بې سرنوشته پرېنږدي.
مخکې هم ځينو مدني ټولنو او نورو ادارو د ملي يووالي حکومت د ښې حکومتولۍ، د امنيت په تامين، اقتصادي پرمختگ او خلکو ته د کار پيدا کولو په برخو کې پاتې راغلی بللی، خو د حکومت مشران لا هم ټينگار کوي، چې خلکو سره کړې ژمنې به ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د يوې نړيوالې سروې له مخې څرگنده شوه، چې يو اتيا سلنه افغانان له ملي يووالي حکومته ناخوښ دي او خپل ژوند د پخوا په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ بولي، چې لامل يې بيا هم د حکومت له لوري د ژمنو نه ترسره کول په گوته شوی دی.