افغانستانسلايډ

ولسمشر: ډېری نړيوالې مرستې پر بهرنيو سلاکارانو خرڅ شوې دي

د ملي يووالي حکومت ولسمشر د جي۷ جمع هيوادو روانه غونډه کې خپلو خبرو کې څرگنده کړه، چې افغانستان ته راغلې ډېری نړيوالې مرستې پر بهرنيو سلاکارانو لگېدلې دي.

نوموړي زياته کړه، تېر کال افغانستان سره پر شويو نړيوالو مرستو ډېرې پروژې رامنځته شوې، خو دولتي ادارو او مدني ټولنو ډېری لگښتونو پر بهرنيو سلاکارانو کړي دي.

د ولسمشر په وينا بهرنيو سلاکارانو لوړ معاشونه اخيستي دي، چې خپلې پيسې يې بېرته له ځان سره وړې دي او دلته يې هيڅ نه دي پرېښي.

پخوا هم په دې اړه ورته راپورونه خپاره شوي دي، دغو راپورونو څرگنده کړې وه، چې افغانستان سره د کېدونکو نړيوالو مرستو ډېره برخه بېرته له گڼو لارو ويستل شوې دي او يوازې لږه يې افغانستان ته پاتې شوې ده، چې هغه هم پوره پر خپل ځای نه ده لگېدلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button