د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې هېواد یې د بروکسل د یوه برید په اړه بلجیم او هولند هېواد ته خبرداری ورکړی وو. د تېرې سېشنبې په ورځ د بروکسل په هوايي ډګر او د اورگاډي په تمځای کې دوه ځانمرگي بریدونه وشول چې له امله یې له ۳۰ تنو ډېر مړه او شاوخوا ۲۵۰ تنه ټپیان شوي دي.
اردوغان زیاته کړه چې له خبرداري سره سره بیا هم بلجیم هېواد په دې ونه توانېده چې د ترهگریزو بریدونو مخه ونیسي. اردوغان د ځانمرگي نوم یادوونه ونه کړه خو وروسته بیا د ولسمشرۍ دفتر چارواکو وویل چې بریدکوونکی ابراهیم بکراوي نومېده.
د بلجیم د روغتیا وزیر وایي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ده او شاید د مړو شمېر له دې هم واوړي. تر دې دمه ډېری ټپیان د کوما په حالت کې دي.
بلجیمي چارواکي وايي چې برید کوونکي دواړه ورونه دي. یو یې خالد او بل یې ابراهیم نومېږي او دواړه د بلجیم طبعه لري.