خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

داعش د بروکسل بریدونه پړه ومنله

 

د سه شنبه په ورځ د بلجیم هېواد په بروکسل کې دوه ځانمګري بریدونه تر سره شول، تیره ورځ د داعش ډلې د بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست.

دغه پېښې د خالد او ابراهیم البکراوي په نامه دوه ورونو تر سره کړې وو، چې دواړو ورونو د بلجیم هېواد تابعیت درلود.

ابراهیم د بلجیم په بروکسل هوايې ډګر کې ځانمرګی برید وکړ چې ۱۱ کسان په کې ووژل شول او خالد یو اورګاډي په نښه کړ چې ۲۰ کسان په کې ووژل شول.

د ترکې ولسمشر اردغا تیره ورځ رسنیو ته وویل: «ما د بلجیم هېواد او هالڼد هېوادونو ته د داعش ډلې له بریدونو خبرادری ورکړی وو، د ځانمرګو یو تن چې ابراهیم البکراوي نومیږي چې د ترکیې او سوريې په پوله کې د ترکیې پوځیوانو له خوا نیول شوی وو، هالنډ هېواد ته وسپارل شو».

تر اوسه د بلجیم په بریدونو کې ۲۵۰ کسان ژوبل شوي.

د اروپايي ټولنې د هېوادو د کورنېو چارو او عدليې وزيران به د وروستېو بريدونو په اړه په بروکسل کې غونډه رابللې.

د بورکسل هوايې ډګر به سبا ته هم بند وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button