افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان، جنرال جان نيکلسن د ۲۰۱۴م کال په اکټوبر کې کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي الوتکو بمبارۍ له امله بښنه غوښتې ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د کندوز د بې پولې ډاکټرانو روغتون پېښه کې شاوخوا ۴۲ تنو ملکیان وژل شوي وو.
کابل کې د ناټو له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې جنرال نيکلسن کندوز ته تللی و او هلته يې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون چارواکو سره ليدلي او په دغه بمبارۍ کې د وژل شوو ډاکټرانو او ناروغانو له کورنيو او خپلوانو بښنه غوښتې ده.
امریکايي جنرال په داسې حال کې بښنه غوښتې، چې تېره اوونۍ امريکا اعلان وکړ، چې د کندوز پېښه کې د ښکېلو پوځيانو پر خلاف به د عدلي محاکمې پر ځای «اداري اجراءات» وکړي. جنرال نکلسن د ادارې اجرااتو په باب سپيناوی ونه کړ.
تېر کال اکتوبر کې، چې طالبانو کندوز ولايت ونيو، امريکايي الوتکو د افغان امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره کندوز کې بمبارۍ پيل کړې. د دغو بمباريو پر مهال د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هم بمباري وشوه. د روغتون کورنۍ او بهرنۍ عملې په گډون ۴۲ تنه وژل شوي وو او لسگونو نور يې ټپيان کړي وو.
د ناټو قوماندان وايي، چې دی په شخصي ډول دلته راغلی او بښنه غواړي.
امريکايي الوتکو، چې کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ، له دغو بمباريو وروسته د امريکا له لوري شوې څېړنې کې دوی يو ځل وويل، چې دغه روغتون کې د طالبانو جنگيالي وو. وروسته وويل شول، چې بمباري يې د افغان حکومت په غوښتنه کړې وه. وروستۍ پرېکړه يې دا وه، چې دا «يوه بشري تېروتنه وه».
جنرال نيکلسن وايي، چې د «بې گناه افغانانو په وژنه امريکا ډېره غمجنه ده».
نیکلسن وايي: «زه ستاسې په غم کې له تاسې شريک يم، دغه بمبارۍ زموږ تېروتنه ده او له تاسې په دې بښنه غواړم، چې زموږ د الوتکو بمبارۍ کې بې گناه افغانان ووژل شول».
د بې پولې ډاکټرانو ادارې، بشري ټولنو او ملگرو ملتونو د امريکايي الوتکو دغه بمباري «جنگي جنايت» بللی او ټينگار يې کړی، چې د دې بريدونو مسوولين دې مجازات شي.