روانې چارېسلايډ
امريکايي شناند: امريکا غواړي افغانستان د ګوډاګي رژيم په توګه وساتي
امريکايي شناند کېت پرېسټن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې امريکا غواړي چې افغانستان د خپل ګوډاګي په توګه وساتي.
کېت پرېسټن امريکايي د سياسي چارو شناند او د «اټک ده سټېټ» په نامه انټرنټي پاڼې چلوونکی مدير دی. هغه ويلي چې په افغانستان کې چې څه تېرېږي، داسې ښکاري چې د دغه هېواد په تړاو د امريکا د متحده ایالاتو پاليسي دا ده چې افغانستان د ګوډاګي رژيم په توګه وساتي.
یاد امريکايي شناند دغه څرګندونې له پرېس ټي وي شبکې سره په خبرو کې کړي دي. پرېسټن زياته کړې چې د دغه کار په ترسره کولو به په افغانستان کې طبيعي منابعو ته د امريکايي کمپنيو لاسرسی خوندي شي.
هغه ويلي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما له خلکو سره په هغه وعده کې پاتې راغلی چې د کمپاين پر مهال يې د پوځ د ايستلو په اړه ترسره کړې وه.