روانې چارېسلايډ

د حکمتیار چرګ بې وخته اذان وکړ! /رزاق مامون

حکمتیار، د کندوز د ډګر نوماند دی.
د حکمتیار اړوند د حزب اسلامي چرګ بې وخته بانګ کړی.
پنځمه ستن فکر کوي اوس د حکمتیار وار دی.
له لندن او اروپا څخه د حزب اسلامي د پلاوي د هرکلي په موخه د پاکستان، کابل او واشنګټن ګډ هرکلي لوبه لا پېچلې کړې ده. دا پروژه ښيي چې د امریکا لګښتونه به زیات شي. ځکه حکمتیار نور هېڅ نه لري مګر دا چې بار و بستره یې په «شمال» کې خوره شي. زه فکر کوم چې حکمتیار په «شمال» کې د مرکز نیولو او وضع الجیش لپاره نوماند دی. حکمتیار په اصل کې د کندوز استوګن دی او نننی کندوز د سیمه ییزې جګړې کیلي ده.
د شمال جګړه د روسیې، ایران او هند په مقاومت له بن بست سره مخ شوه او د داعش پروژه هره ورځ لا رسوا شوه. کابل یا شمال ته د حکمتیار راوړل به د عطا محمد نور په مشرۍ د «طالبانو ضد» جبهې قدرت او انګیزه دوه برابره کړي. په شمال کې به د هرکلي کرښه، سور فرش نه وي.
بنا پر دې، حکمتیار په یوه سخت او ماتېدونکي وخت کې له حتمي بایلات سره ډګر ته راغلی دی. په سیاسي لحاظ د حزب اسلامي فعالې څانګې د اوسني حکومت په تارونو کې اوبدل شوي دي او د حکمتیار لپاره به په تر ټولو ښه حالت کې یو تشریفاتي حیثیت تعریف شي.
حکمتیار هم په دې عمر کې چندان د ماڼیو د ناستې لېوالتیا نه لري. دی د جمعیت اسلامي د لاندې باندې کولو لپاره شمال ته راځي. «پنځمه ستن» چې هر څوک یې (لکه د مولانا پيل) په خپل ګومان تأویلوي، د «حراست او ثبات» شورا د کاروان درولو لپاره یې د حکمتیار لمن نیولې ده. سره له دې چې پوهېږي، چې حکمتیار اوس داسې یو واقعیت دی چې له یوه خبري سرلیک وروسته، له هېرولو څخه پورته نه دی.
د فضل من الله په نامه یو کم سواده سړی د حزب اسلامي له راتګ دومره احساساتي شوی و چې لږ پاتې و د ټلویزیوني مرکې په خونه کې والوزي. په زړه پورې دا وه چې دا یې منله چې د حزب اسلامي غړي د «مجبورۍ!!» له مخې د داعش د کاسې شریکان شوي دي. دا یې لا څرنګه مجبوري ده چې یوه ډله خلک د یووشتمې پېړۍ خونخوارو میرغضبانو ته د بیعت او انقیاد لاسونه ورکوي او هیله من هم وي چې خلک به وغولېږي؟ فضل من الله وايي د افغانستان خلک د حکمتیار «په تمه» دي. څوک چې لا هم نه پوهېږې چې د افغانستان خلک باید د څه په تمه واوسي؛ څومره ارزښت باید ولري؟ د افغانستان خلک د داعش په تمه نه دي.
د جګړو په تاریخ کې بله په زړه پورې نکته دا ده، چې هرکله حکمتیار د یوه حکومت یا ایتلاف برخه کېږي، د ایتلاف یا حکومت پر غړو هم د پاشل کېدو نښې راڅرګندې شي. دا هم بې څه نه ده چې له هرې خوا د حکومت د سقوط فتوا اورېدل کېږي.
دا لوبه د وضعیت د استقرار لامل نه کېږي. په یاد ولرئ، چې د کابل د حکومت د سقوط بګتۍ به بیا هم له شماله وغږول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button