خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
استانبول: چاودنه کې څلور تنه مړه شوي
د ترکېي په استانبول ښار د استقلا کوڅه په سیمه کې نن ځانمرګې برید شوې چې په کې څلور تنه مړه شوي او شل تنه ټپیان دي.
په ټپیانو کې دولس تنه بهرنیان دي چې د اسرایلو بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ټپیانو کې اسرایلي وګړي هم شته.
د استانبول ښار د استقلال کوڅه د استانبول د مشهور بازارونو څخه ده او تل په کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي، ډیري ورته بهرني سیلانیان راځي.
په دې وروستیو کې په ترکېي کې چاودنې زیاتې شوي او اکثر یې د کردستان ازادي غوښتونکي ګوند په غاړه اخلي.
تیره یک شنبه چې د ترکې په پلازمېنه انقره کې برید شوی وو، ۳۷ کسان په کې مړه شوي وه اود برید مسوولیت نومړي ګوند پر غاړه اخیستی وو.
تر اوسه د ننۍ چاودنې مسوولیت کوم ګوند پر غاړه نه دی اخیستې خو ترکیې چارواکي د چاودنې پړه د کردستان پر کارګر ګوند اچوي.