موږ ټول د مجازې کېدو خواته روان يو(2) اغا ملوک سهار
کله چې زموږ ډیری ځوانان اول انټرنېټې نړۍ ته راشې نو دا فکر ورسره وي، چې دا به اصلاً د اخلاقې فساد لپاره جوړه شوې وې. حال دا چې ټول د اسانتیا په موخه ایجاد شوي دي.
کوم کسان چې مخکې له دې فېسبوک کې کار وکړې، باید څه ناڅه ځان ورسره بلد کړې. د نابلدې له وجهې هرشې ووینې هغه لایک کوې، شېر کوې، هر شې پوسټ کوې.
په داسې حال کې له فېسبوک د سړې شخصیت ډیر ژر مالوميږې. نو باید سړې ورسره احتیاط وکړې. ځينې خو په چټ کې داسې شیان بیان کړې،
چې وروسته د مقابل شخص د مخالفت له وجهې، یا دا بل چا ته په لاس ور شې. دې نو بیا د کلونو کلونو لپاره ټېټې سترګې گرځې.
له ماسره بهرنیان هم په فېسبوک کې ملګري دې، د ډیرو چې زیات ملکري وی نو ۲۰۰ یا ۳۰۰، تر ۵۰۰ پوري وې.
خو زموږ د یو عادې کس ۱۰۰۰۰،۲۰۰۰، یا حتا تر ۵۰۰۰ پورې ملګري وې چې اکثریت يې نه پېژنې، له هغو ټولو سره تربورګلوي کوې. که یې لایک، کمینت ورکړې وو.
بیا نو دې هم ورته ناست وې، ورته لېکې يې. کنه بیا نو د فېسبوک په ملګرتیا یې اصلې ملګرتیا ورسره خرابه کړې وې.
ځینو خو لا پاڼه سپانسر کړې یا زیاته اندازه ملګري لرې چې سلګونه کسان ورته نظرونه لېکې په ساعتو ساعتو وخت ورباندې ضایع کوې.
خو ځینو له دې کسانو څخه د پرديو موخو لپاره کار کوي. نوره نړۍ کې خلګ د میاشتې یو ځل استفاده کوې او موږ یې معمولاً هره ورځ څو ساعته کاروه.
خواله رسنیو کې چې مشهوره یې فېسبوک ده،له امنیتې ستونزو سره سره یوه ستره د کمزورې نقطه داده چې په مستعار نوم خلګ اکوونټونه جوړه وې. او دا د ډیرو ستونزو سرچېنه ده.
زموږ ټولنه یو له ورروسته پاتو ټولنو څخه ده. ځېنې کسان د شخصې دوښمنی له مخې د بل چا کورنې عکسونه خواله رسنيو ته پورته کوې چې وروسته د ټولو افغانانو لپاره شرم وې.
درنښت سهار