د خوښ اوسېدو نهه (۹) لارې چارې
ژباړه: مصطفی نور
آیا په ريښتیا خوشاله یاست؟ آیا پوهېږئ د خوښۍ ريښتينې مانا څه ده او هغې ته د رسېدو لپاره باید له کومو لارو لاړ شو؟ دا پوښتنې د هغه خلکو له خوا پوښتل کېږي، چې په ريښتیا سره د خوښۍ او نېکمرغۍ په لټه کې دي. ما په خپله تل دا هڅه کړې داسې ژوند وکړم، چې د خپلو خوښیو او نېکمرغیو د ساتلو لپاره د نورو د بدمرغۍ او خپګان سبب نه شم. که غواړئ خوشاله واوسی، باید باور ولرئ، چې کولی شئ او هغې ته د رسېدو پیاوړتیا لرئ. ځينې کسان تېروتنه کوي؛ ځکه داسې فکر کوي، چې د خوښۍ او نېکمرغۍ لایق نه دي او خپله بدمرغي او خپګان د خپل سرنوشت په عنوان په پام کې نيسي. حقیقت دا دی، چې نېکمرغي هم باید په ژوند کې د نورو شیانو په شان لاس ته راوړل شي. دلته مې څو ټکیه راوړي، چې ستاسو ژوند ته به له تاسو سره په خوښۍ راوستلو کې مرسته وکړي.
۱. وګورئ کوم شی ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ سبب کېږي.
هر څوک د خوښ اوسېدو لپآره خاصو شیانو ته اړتیا لري او هغه څه چې د یو کس د خوښۍ سبب کېږي، ښآيي نورو ته توپیر وکړي. خپل شخصیت پیدا کړئ او اندېښنه مه کوئ، چې خوښ اوسېدو ته ستاسو اړتیا له نورو خلکو سره توپیر لري.
۲. د هغو موخو لپاره نقشه وکاږئ، چې فکر کړی ستاسو د خوښۍ سبب کېږي.
کله چې خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې وی، ستاسو روحي وضعیت هم ښه کېږي؛ ځکه هغه وخت د ځان په اړه یو ښه احساس پیدا کوی.
۳. خپل شاوخوا د خوښ او فعاله خلکو په شتون ډکه کړئ.
کله چې د شاوخوا خلک بدبین او اندېښمن وي، تاسو که وغواړی یا نه په دې وضعیت به ککړ شی. برعکس که چېرې ستاسو شاوخوا د فعاله او خوشاله خلکو څخه ډکه وي، د هغوی خوشاله روحیه به په تاسو هم اغېزه وکړي.
۴. کله چې بده پېښه پېښېږي، د افسوس په ځای هغه ته د یوې ښې لارې په لټه کې شئ.
هغه خلک چې په ريښتیا خوشاله دي اجازه نه ورکوي، چې بدې پېښې د دوی پر روحیه باندې اغېزه وکړي؛ ځکه پوهېږي، چې له لږ فکر او هڅې سره کولی شي موقعیت بېرته په خپله ګټه بدل کړي.
۵. په ورځ کې څو دقيقې د هغه څيزونو په اړه فکر وکړئ، چې ستاسو د خوشالۍ سبب کېږي.
دا څو دقيقې تاسو ته فرصت درکوي، چې په ژوند کې پر مثبتو څيزونو متمرکز شی او ستاسو د خوښۍ سبب به شي.
هره ورځ هڅه وکړئ د ځان لپاره یو ښه کار ترسره کړئ. که ځان د غرمې ډوډۍ ته دعوت کړی، اوږد او آرام حمام وکړئ او یا څو دقيقې د خپل ظاهر په سینګار کار وکړئ، تا ټول به ګټور او اغېزناک وي.
۶. په هر ځای کې د ټوکې او خندا په لټه کې واوسئ.
دا سمه ده باید په ځينو خاصو ځایونو کې خپل جدیت وساتو؛ خو چېرته چې فکر کړئ، ستاسو د خپګان سبب کېږي، بې له شوخۍ او خندا بله لار نه لرئ.
۷. د روغتیا ساتنه خوښۍ ته د رسېدو یوه بله لار ده.
د ډېر وزن درلودل او د مغذي خوراکونو خوړل به ستاسو پر روحیه منفي اغېزه وشيندي. همدارنګه ورزش د اندورفین د آزادېدو او خوشالۍ سبب کېږي.
۸. په پای کې باید پوه شئ، چې تاسو د خوښۍ لایق یاستی
هغه ډله خلک چې فکر کړي، خوشالۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو لیاقت نه لري، خوشالۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو هڅې په لوی لاس خرابوي. هره ورځ ځان ته ووایی چې، تاسو د نېکمرغۍ لایق یاستی او هغه ګامونه یاد ته راوړئ، چې د خوشالۍ لپاره یې اوچتوی.
۹. د نېکمرغۍ تعریف سخت دی؛ خو معمولاً خلک کولی شي پوه شي، چې خوشاله دي که نه.
ډېر خلک دا فکر کړي، چې نېکمرغي یو چانس دی او دا سرنوشت دی، چې ځينې خلک نېکمرغه او ځينې بدمرغه دي. زه خپله هڅه کړم له هغو ټکو څخه ګټه واخلم، چې په دې لیکنه کې تاسو ته رسولي دي ، چې تر ډېره بریده مې نېکمرغي ترلاسه کړې. ښايي دا خبرې وړې نظر ته راشي؛ خو بریا ته د رسېدو لپاره اساسي ګامونه دي.