که غواړئ خوشاله واوسی له دې پنځه لسو (۱۵) کارو څخه لاس واخلئ
ژباړه: مصطفی نور
ټول انسانان غواړي خوشاله واوسي؛ خو زموږ ټولو په کړنو کې یو لړ سرټمبه ګۍ شته، چې کولی شي له نېکمرغۍ څخه مو لرې کړي؛ نو باید له دې کړنو څخه لاس واخلو. لاندې د هر کس هغه مهم لاملونه لیست شوي، چې خوشالۍ ته یې نه پرېږدي.
۱. د دې فکر څخه، چې تل حق له تاسو سره دی لاس واخلئ.
۲. د ځان او نورو له کنټرول څخه لاس واخلئ.
۳. د نورو له رټنې څخه لاس واخلئ.
۴. له بحث کړلو او د ځان د دفاع لپاره د دلیل راوړلو څخه لاس واخلئ.
۵. د ځان محدودونکو بارونو څخه لاس واخلئ.
۶. له شکایت او چيغې وهلو څخه لاس واخلئ.
۷. له ملامتولو او انتقاد کړلو څخه لاس واخلئ.
۸. له ځان ښوودنې او نور تر اغیزه راوستلو څخه لاس واخلئ.
۹. د بدلون په وړاندې له مقاومت او مخالفت څخه لاس واخلئ.
۱۰. په نورو د بې ځایه نوم اېښودنې څخه لاس واخلئ.
۱۱. د راتلونکي په اړه مو له ویرو او اندېښنو څخه لاس واخلئ.
۱۲. له بانې راوړلو څخه لاس واخلئ.
۱۳. له خپل تېروخت څخه لاس واخلئ.
۱۴. په ژوند باندې د تکيې (اتکا) څخه لاس واخلئ.
۱۵. د نورو د خوښې او غوښتنې پر اساس ژوند کړلو څخه لاس واخلئ.