د ټرمپ ولسمشري د نړۍ لپاره گواښ دی
د امريکا ولسمشريزو ټاکنو په اړه شوې سروې وايي، که مليادر ډونلډ ټرمپ د امريکا ولسمشر شو، نو دا به نړۍ له سترو گواښونو سره مخ کړي.
د اکانوميسټ استخباراتي څانگې د ډونلډ ټرمپ ولسمشري له اروپايي اتحاديې د برتانيې وتل او جنوبي سمندري سيمه کې له شوې جگړې هم ستر گواښ دی.
د څېړنې له مخې که ډونلډ ټرمپ د امريکا ولسمشر شي، نو معنا به يې دا وي، چې امريکا له سختو اقتصادي، سياسي او امنيتي ستونزو سره مخ شي او اوسنۍ ستونزې به يې نورې هم زياتې شي.
د سروې له مخې ټرمپ د دې توان نه لري، چې د ديموکراتانو له لوري د ولسمشرۍ نوماندې هيلري کلنټن ته ماتې ورکړي.
د ايکانوميسټ سروې د نړۍ پر ځينو مسايلو څېړنه کړې، که ډونلډ ټرمپ د امريکا ولسمشر شي، نو د نړۍ په گڼو ځايونو کې به امريکا له ډېرو گواښونو سره مخ کړي.
په دغو گواښونو کې د امريکا اقتصاد، امنيت، کورنی سياست، چين سره اړيکې ، اوکراين او سوريه کې د امريکا او روسيې ترمنځ سړه جگړه او نورې ستونرې په نظر کې نيول شوي دي.
سروې زياتوي، چې تر اوسه ډونلډ ټرمپ د خپلې ستراتيژي په اړه ډېرې کمې څرگندونې کړي او وايي، چې د نوموړي خبرې وخت په وخت بدليږي.
«د ټرمپ له لوري د چين او ميکسکو پر ضد څرگندونو په لنډ وخت کې د اقتصادي جگړې شکل غوره کولای شي.»
د يادونې وړ ده، چې ډونلډ د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال امريکا ته د مسلمانانو د ورتلو په اړه ويلي، چې اسلام او مسلمانان د امريکا پر ضد دي، د ميکسو او امريکا ترمنځ يې د ديوال جوړولو غوښتنه کړې، چې د ناقانونه کډوالو د ورتگ او نشه يي توکو د قاچاق مخنيوی وشي.