خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

ترکي الفیصل: ایران سره سولې ته تیار یو

د سعودي د استخباراتو پخواني مشر، ترکي الفیصل نن رسنیو ته وویل چې هېواد یې چمتو دی چې له ایران سره مخامخ خبرې وکړې؛ خو په دې شرط چې «ایران خپل پوځ له سوریې وباسي او په سوریه کې لاسوهنه ونه کړي».

ترکي الفیصل زیاته کړه: «موږ غواړو چې د ایران له حکومت او ولس سره په راتلونکي کې ښې اړیکې ولرو، خو له ایران څخه غواړو چې په یمن کې د حوثیانو ملاتړ او مرسته ونه کړي، تر څو چې ایران په یمن کې د حوثیانو مرسته کوي، موږ هم خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوو».

ترکي الفیصل پر ایران غږ وکړ چې د سیمې نا امني د دواړو هېوادونو په زیان ده او «موږ باید هڅه وکړو چې سیمه کې سوله راولو نه د سیمې بې امنۍ ته لمن ووهو».

شهزاده فیصل د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین له هغې پریکړې چې له سوریې پوځونه وباسي هرکلی وکړ او زیاته يې کړه که هر هېواد خپل پوځ له سوریې څخه وباسي نو په سوریه کې به ډير ژر د سولې پروسه نتیجه ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button