افغانستانسلايډ

افغانستان م. م ته پر خپله خاوره د پاکستان د تېريو شکايت کړی

افغانستان د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته ويلي دي، چې پاکستان يې تېرو دريو مياشتو کې شپږ پنځوس ځل پر ځمکنۍ بشپړتيا تېری کړی دی.

ملگرو ملتونو کې د افغانستان ځانگړي استازي محمود صيقل پرون د امنيت شورا ځانگړې غونډه کې دغه څرگندونې وکړې.

نوموړي وويل، پاکستان په دې موده کې پينځه شپېته واره له ډېورنډ پولې را اوښتی دی، چې دغه کار د دواړو هيوادونو پر اړيکو ډېر منفي اغېز لرلی شي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه ده.

ښاغلي صيقل ويلي: «موږ له پاکستانه غواړو، چې ژر تر ژره له ورته کړنو لاس واخلي، ځکه له دې وروسته يې موږ زغم نه لرو». پاکستان په تېرو لنډو وختونو کې د افغانستان پر خاوره د درنو وسلو ډزې او آن بمباري کړې ده، افغان چارواکي هر ځل دغه ډول غبرگون اعلانوي، خو عملا يې د دې کار د مخنيوي لپاره لا گامونه نه دي پورته کړي.

م. م کې د افغانستان استازي څرگنده کړې: «موږ اسناد او شواهد لرو، چې پاکستان د افغانستان خاورې ته ننوتی او د ډېورنډې دې غاړې ته يې بريدونه او ډزې کړې دي». د هغه په وينا پاکستان په دې سره د م. م د مسودې د دويم فصل له څلورمې فقرې سرغړونه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button