پېښور: چاودنې پينځه څلوېښت تنو ته مرگ ژوبله اړولې
د پاکستان د خيبر پښتونخوا په زړه پېښور ښار کې نن سهار يوې چاودنې پينځه څلوېښت تنو ته مرگ ژوبله واړوله. چاودنه په يوه بس کې د ځای پر ځای شوي بم له امله رامنځته شوې ده، چې دولتي کارکوونکي يې لېږدول.
پېښه د پېښور د سونهري جومات پر سړک رامنځته شوې ده.
د پېښور امنيتي چارواکي وايي، پېښه کې شپاړلس تنه وژل شوي دي او نږدې دېرش نور ټپيان دي.
د پېښور يوه امنيتي چارواکي کاشف ذوالفقار رسنيو ته وويل، بم د دولتي کارکوونکو د لېږد گاډي دننه ايښودل شوی و، چې له څلوېښتو تر پنځوسو دولتي مامورين په کې سپاره وو. د هغه په وينا دغه بس د ملاکنډ له درګۍ سيمې پېښور ته روان و.
اور وژونکي ټيمونه او روغتيايي کارکوونکي له پېښې سره سم سيمې ته ورغلي دي.
د چاودنې پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې. د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د پېښې کلکه غندنه کړې او ويلي يې دي، چې دا ډول بريدونه ترورستۍ سره د پاکستان مبارزه کې خنډونه نه شي راولاړولی.