خبرونه

روسي پوځيان له سوريې وځي

 

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین نن خپل پوځ ته امر وکړ چې له سوریې څخه ووځي.

پوتین په خپلو ویناوو کې رسنیو ته وویل چې مونږ تر ډیر حد خپل هدف په سوریه کې تر لاسه کړی او له دې وروسته زمونږ د پوځ پاتې کېدل په سوریه کې اړین نه بولم.

ولسمشر پوتین د روسیې پر دفاع وزیر او بحرنیو چارو وزیر غږ وکړ چې د سې شنبې له ورځې دې د پوځ د وېستلو لړۍ پیل کړي.

د یوې روسي رسنۍ له قوله، ولسمشر پوتین د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره په دې اړه خبرې کړي.

د روسې پوځ د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په میاشت په سوریه کې خپل عملیات پیل کړل، او تر نن ورځې یې دوام وکړ.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button