د گرزيوان ولسوالۍ ټول اسناد غلا شوي
د فارياب چارواکو خبر ورکړی، چې د دې ولايت د گرزيوان ولسوالۍ ټول اسناد او دوسيې غلا شوي دي.
د فارياب د ولايتي شورا يوه غړي رسنيو ته ويلي، وسله والو غلو تېره شپه د گرزيوان ولسوالۍ د محکمې ټولې د مجرمانو دوسيې او اسناد غلا کړي دي. صبغت الله سيلاب زياته کړې ده، چې دوسيې ټولو په وسله والو مخالفينو او جنايي بنديانو پورې تړلې وې.
نوموړی وايي، دا د ځايي مسوولينو او امنيتي ځواکونو بې کفايتي ښيي او دا د هغو خلکو کار دی، چې مجرمان دي او دوسيې لري او غواړي د خپلو ملگرو دوسيې له منځه يوسي.
د گرزيوان ولسوال امر الله هم د پېښې پخلی کړی، خو نوموړی وایي، غلو يوه پاڼه هم له ځان سره نه ده وړې، بلکې هسې يې د محکمې انگړ کې شيندلې وې.
نوموړی وايي، غلو پينځه چوکۍ او څو مېزونه له ځان سره وړي دي او د پيدا کولو لپاره يې پلټنې پيل شوې دي.
دوه کاله وړاندې يوه پېښه کې څلورو زندانيانو د فارياب د زندان د ساتونکو وسلې ترلاسه کړې وې، دوه پوليس يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي وي او په خپله په تېښته بريالي شوي وو.
د فارياب اوسېدونکي وايي، حکومت که د محکمې د ساتنې په اړه دومره بې غوره وي، د وسله والو د فعاليتونو په مخنيوي کې به څومره تياری ولري؟