افغانستان
بسم الله افغانمل د زابل نوی والي شو
د افغانستان سيمه ييزو ارگانونو خپلواکې ادارې د خپلې تازه خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې بسم الله افغانمل يې د ولسمشر په امر د زابل نوی والي ټاکلی دی.
بسم الله افغانمل، چې مخکې مشرانو جرگې کې د کندهار د خلکو وکيل و، د لومړي ځل لپاره د ولسمشر اشرف غني په امر د زابل والي وټاکل شو.
د سيمه ييزو ارگانونو ادارې له لوري پر فېسبوک پاڼې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی افغانمل يې د ولسمشر ۲۶۴۵ فرمان له مخې پر دغه دنده ټاکلی دی.