د برتانيې رسنيو خبر ورکړی، چې دې هيواد کې هغه قانون لغو شوی دی، د کوم له مخې چې افغان ترجمانان هلته پاتې کېدای شول. دغو رسنيو زياته کړې ده، چې له دې وروسته به د برتانوي محکمو د پرېکړې پر اساس هغه افغان ترجمانان له هيواده وويستل شي، کوم چې اوسمهال هلته مېشت دي.
د برتانيې ورځپاڼو ليکلي، افغان ترجمانان به بېرته خپلو هېوادو ته واستول شي.
د برتانوي محکمو د پرېکړې له مخې هغو افغانانو ته چې له برتانوي سرتېرو سره يې افغانستان کې ترجماني کړې وه، له دې امله پناه ورکړل شوې وه، چې افغانستان نا امنه بلل کېده او دوی هلته خپل ځان خوندي نه باله.
دغو محکمو ويلي، شونې ده دا ترجمانان بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.
افغانستان کې له بهرنيو پوځيانو سره ترجماني کوونکي ډېر کسان المان، امريکا، برتانيا، فرانسې، استراليا او نورو هيوادونو ته د پناه غوښتونکو په توگه تللي، خو يو شمېر يې لا هم کوم بهرنی هيواد کې د پناه اخيستو په تمه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې گڼو بهرنيو هيوادونو د پناه ورکولو لپاره شرايط سخت کړي دي، چې له امله يې دغو ترجمانانو بيا بيا د بهرنيو هيوادونو د سفارتونو مخې ته لاريونونه هم کړي دي.