د ولسي جرگې د داخلي ټاکنو په څلورمه مرحله کې عبد الظاهر قدير د دې جرگې د لومړي مرستيال په توگه وټاکل شو. ښاغلی قدير له دې وړاندې هم د ولسي جرگې لومړی مرستيال و.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرگې وکيلان لا هم د دوهم مرستيال پر ټاکلو هوکړې ته نه دي رسېدلي او ټاکنې پنځمې مرحلې ته پاتې شوې دي.
د ولسي جرگې د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره د ښاغلي ظاهر قدير او ښاغلي همايون همايون تر منځ سيالي روانه وه، چې ظاهر قدير نن د يو سلو اته دېرش رايو په اخیستو وتوانېد، دغه څوکۍ خپله کړي.
ټاکل شوې ده، سبا د ولسي جرگې د دويم مرستيال د ټاکلو لپاره هم رايې واچول شي، چې نعمت الله غفاري او نذير احمدزی دې څوکۍ ته نوماند دي، دوی دواړو په تېرو درې مرحلو کې له نورو ډېرو رايې خپلې کړې دي.
بل لور ته ولسي جرگې ادعا کړې، چې د جرگې په داخلي چارو کې د حکومت او ملي امنيت شورا د لاسوهنې له امله جرگه نه ده توانېدلې، تر دې دمه اداري هيئت وټاکي. د جرگې غړو گواښ کړی، چې که حکومت او ملي امنيت شورا د دوی چارو کې لاسوهنه بنده نه کړي، له توند غبرگون سره به مخ شي.