شعر

غزل / فاروق ديدار

ژوند کې یو شــــيبه چې خندا وکړمه خو نه کیږي
زړه مې دې مات نشــې دوعا وکړمه خو نه کیږي

خپلې هیلې هـیري کړم چی تا اخر راضې به کړم
ســـــــــتا د زړه ساتنه اشنا وکړمه خو نه کیږي

څوک خو به پـــیدا شې چې د سیند چپې مې یونسې
ستړي شــــــمه غږ په هر چا وکړمه خو نه کیږي

بیا به هم حالات زما خــلاف وې ما به وژنې که
څومــــــــره زمانــې ته نڅا وکړمه خو نه کیږي

واه دیــــــداره! سل ځله مې دا خواري خو وکړله
تانه زنـــــــــدګي چې تنهاه وکړمه خو نه کیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button