ټولنه

د سوات د مياګل ليک / صفيه حليم

د نولسمې ميلادي پېړۍ يوه ديني عالم عبد الغفور اخوند د سوات خانانو په يوی لوی جرګې کې خپل باچا غوره کړې و. د مياګل په لقب مشهور باچا په وخت کې سيمه کې ارامي وه. په ۱۸۷۸ م کې چې دی مړ شو نو دواړه زامن، عبد المنان او عبد الخالق د يو جنګ لپاره د دير د نواب سره به تالاش کې مېشت وو. عبد المنان د پلار خبر اورېدو سره سمدلاسه سېدو شريف ته ورسېدو، خو بل ورور يې خبر نه شو.

هغه غوښتل چې د پلار د ځای ناستي په توګه د سوات مشر شي او لوی شمير جنګيالي يې ځان ته راټول کړل. دی باچا نه و خو بيا يې هم د واکمن په توګه چلند کوو. هغه بل ورورعبد الخالق يې د پلار د مقبرې منجاور شو.
عبد المنان د والي کيدو لپاره انګريزانو ته پرله پسې ليکونه وراستول چې هغوی يې په رسمي توګه ومني. دغسې يو ليک د پيښور په ارکايوز( ارشيف) کې پروت دی چې په ۱۸۸۵ م کې يې انګريزانو ته وراستولې و۔
د ليک متن
” بحضور فيض گنجور جناب والا مراتب نواب ليفٹنٹ گورنر پنجاب دام اقبال
عرضداشت ميانگل صاحب کلان علاقه صوات
جنابعالي
چونکه رابطه صلح و عهد وپيمان و اقرار دوستي با پدرم بزرگوار بمعه سرکار از عرصه ۲۵ سال به سرحد بنير بظهور پهونچا بعد –؟؟– از عرصه تين سال سے رابطه دوستي و اخلاص مندي، اس فدويکا بمعرفت کرنيل وٹرفيلډ صاحب کمشنر بهادر قمپ پشاور کی جار ہے او پهر برادر وزير زکريا خان ملازم درگاه من بتاريخ ۲۶ فروری ۱۸۸۵ ع ملاقات حضور والا شان بمقام اٹک حاصل کيا ہے – ونيز ايک رقعه دوستي پيش گاه حضور سے همراه فدويکې موجود ہے چونکه اب فساد و دشمني في مابين سرکار و بنير والوں لوگونکا پهر سرحد قتل گڑه برپا هوا ہے – لهزا تصديقه پرداز هوں که باب صلحيت و دوستي سرکارحکم بنام حاکمان ضلع پشاور جاري فرماويں- صلحيت همراه بنير کې اختيار کريں جو که مال و اسلحه سرکاري نقصان هوا تها بنير والونسې حاصل هوکر برای خير خواهي سرکار حواله سرکار کرونگا او نيزعرض انکه عنقريب ملاقات حضور بمقام لاهور حاصل کرونګا- بعض باتيں سلطاني همراه سرکار ملاقات پنجاب کی بروقت نيک مشرف هووے
عفی ميانگل صاحب علاقه صوات
واپسی جواب سے عنايت فرماويں- منتظر جواب هوں
فقط
اسسٹنٹ کمشنر بهادر مردان- بحضور جناب نواب ليفٹنٹ گورنر
مورخه ۱۷ ربيع الاول ۱۳۰۳ هجري
مفهوم
زما د پلار او د سرکار تر منځ د بونير په سرحد د ۲۵ کالو تړون او د تېرو دريو کالو زما ملګرتيا او د پېښور کمشنر کرنل وټر فيلډ د کيمپ د لارې جاري دي. بيا زما د ملازم وزير ورور ذکريا خان په ۲۶ فروري ۱۸۸۵ م تاسو سره په اټک کې ملاقات کړی و. تاسو له خوا د ملګرتيا يوه ليک ما سره شته. اوس د سرکار او د بونير والو تر منځ يو ځلې بيا په سرحد فساد او دښمني پېل شوې ده. نو زه تاسو ته خواس کوم چې د سرکار له خوا د پېښور حاکمانو ته د روغې لپاره يو فرمان جاري کړې شي. بونير والو سره دې روغه وشي او هغوی چې ستاسو ته چې د وسلې او نور مال کوم تاوان رسيدلی دی، هغه ستاسو د خير غوښتونکي په توګه به زه د بونير والو نه تر لاسه کړم. د دې نه علاوه نړدې وختونو کې زه به په لاهور کې تاسو سره ملاقات وکړم. ځينې خبرې به د هغه ملاقات پر وخت زه د پنجاب سرکار ته په خوله ووايم. جواب ضرور راکړئ، زه به جواب ته منتظر يم.

تحليل
دا ليک نيم فارسي او نيم اردو کې ښايي يو کاتب ليکلی دی. د هغه وخت د مروج املا هڅه شوې ده خو تېروتنې ښايي چې د دوی نه سمه فارسي زده او نه اردو. سوات په “صوات” ليکلې دی چې ښايي هغه وخت هم دغسې ليکل کېدو. “قمپ” چې د انګريزي توری دی، هغه وخت پرې خلک نه پوهېدل. خو د دې نه علاوه هم پکې د املا او انشا ځينې غلطۍ دي- لکه جار(جاری) حاصل هو کر(کرکې) .
خو ترټولو زيات دا ليک د هغه وخت سياسي غورځې پرزې په ګوته کوي. عبد المنان ځان پخپله د سوات والي ګڼي او د مياګل په لقب ځان ورپېژني. مونږ خبر يو چې د ۱۸۷۸ م نه واخلې تر ۱۹۱۵ پورې د سوات په خانيو ويشل شوی او د سيدو بابا نه وروسته هيڅوک مشر نه و. انګريزانو خپل ټول پوځي ځواک افغانستان ته وراستولې او دا غرنۍ سيمه يې پخپل حال پريښې وه. د جنډول عمرا خان ډېر پوځي توان لرلو خو د دير او سوات له خوا ورته مزاحمت کيدو.
دا ليک ښايي چې د خپل واک لپاره څنګه د سيمې مشرانو انګريز ته چاپلوسي کوله. په بنير کې خلکو د انګريز سره جنګ کوو چې هم دغه ديني مشرانو ورته د جهاد نوم ورکړې و. انګريز يې کافر بللو خو په پټه يې ورته ليکونه وراستول.

د صفيه حليم له بلاګ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button