د سولې د څلور اړخيزې کمېټې له څلورمې ناستې وروسته امريکايي او افغان چارواکو تمه وښوده چې د مارچ په لومړيو کې به طالبانو سره نېغ په نېغه خبر پيل شي، خو طالبانو دغو خبرو کې له گډونه انکار وکړ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي د طالبانو انکار د هغوی تکتيک وباله او هيله يې څرگنده کړه، چې طالبان به بيا هم خبرو ته حاضر شي.
بل پلو امريکا طالبان وگواښل، که د سولې خبرو ته کښېنني، له نظامي لارو به وځپل شي. خو طالبانو د امريکا د دغو گواښونو په ځواب کې يو وار بيا له افغانستانه د بهرنيانو پر وتلو ټينگار وکړ.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه پر امريکا سختې نيوکې کړې او هغه يې د جگړې د اودږولو لامل بللی. هغه ليکلي: «موږ تېرو څوارلس کلونو کې ستاسو او ستاسو د مزدورانو ځواک وازمايه، تر هغو مو نه پرېږدو، تر څو خپل ټول عسکر ونه باسئ». مجاهد پر امريکا غږ کړی، چې د ستونزې د اواري لپاره يوازې يوه لار لري او هغه دا چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې څلور اړخيزې کمېټې گډونوال هيوادونه لا هم له طالبانو غواړي، د سولې خبرو ته ورگډ شي.
خو طالبان وايي، دوی څوارلس کال وړاندې د خبرو له لارې د ستونزې اواری غوښته، «خو د امريکا عقل کار نه کاوه او جگړه يې انتخاب کړه».
شنونکي د سولې روانې پروسې ته د پخوا په څېر د يوې ډرامې په سترگه گوري او زياتوي، چې امريکا نه غواړي د افغانستان جگړه ژر پای ته ورسېږي.
بل پلو د پاکستان اکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د يوه لوړ پوړي طالب چارواکي له خولې ليکلي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې هيڅ ډول فشار ونه مني او دې سولې روانو خبرو ته ورگډ نه شي. طالبان د سولې خبرو کې د گډون لپاره پر خپلو شرطونو ټينگار کوي، چې ځينې يې امريکا او د ملي يووالي حکومت ته د منلو نه دي.