د بغلان امنيتي چارواکو خبر ورکړی چې ډنډشهاب الدين سيمه کې د وسله والو پر ضد عمليات پيل شوي.
د بغلان امنيه قوماندان ذبيح الله شجاعي رسنيو ته ويلي، دغه عمليات نن پيل شوي او تر هغه به جاري وي، چې سيمه په بشپړ ډول له طالبانو پاکه شي.
ښاغلي شجاع په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
خو د بغلان اوسېدونکي دغه عمليات د ځان په تاوان بولي، هغوی وايي، امنيتي ځواکونو د ډنډغوري عملياتو کې هم د ولسي وگړو له زرو ډېر کورونه نړولي او نږدې اووسوو ملکيانو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.
د بغلان قومي مخورو تېرو ورځو کې د ولايت مقام مخې ته له دې امله لاريون هم وکړ، چې دولت پرې اوبه تړلې دي او د دوی ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی. هغوی گواښ وکړ، که دولت يې دغه ستونزه حل نه کړي، له دولته به خپل ملاتړ بند کړي.