سيمه او نړۍ
خیبر پښتونخوا چارسده کې ځانمرګی برید شوی

د خېبر پښتونخوا د چارسدې ځایي محکمې ته څېرمه نن غرمه ځانمرگی برید شوی. د پیښې عیني شاهدان وایي، بریدګر هڅه کوله محکمې ته ننوځي او ځانمرگی وکړي خو هڅه یې ناکامه شوه او د محکمې دروازې سره یې بريد وکړ.
د چارسدې ضلعې د پوليسو مشر سهيل خالد د پېښې پخلی کړی.
په چاودنه کې د دوو پولیسو په شملو ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي، ټپیان د چارسدې روغتون ته انتقال شوي.
د تحريک طالبان پاکستان اړوند جمعیت الاحرار ډلې د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی او لامل یې د ممتاز قادري په دار ځړول بللي.
ځايي چارواکي وايي، نور پوليس سیمې ته ورغوښتل شوي دي، سيمه کلابنده ده او د پوليسو له لوري لټون روان دی.