۹ هغه کارونه چې د نوي کار بار د پراختیا لپاره یې باید وکړئ (۲)
دویمه او وروستۍ برخه
۵. سوداګریزې نښې ته مو پراختیا وکړئ
سوداګریزه نښه « برنډ» په اصل کې دا ښيي چې ستاسې سوداګري ستاسې له نښتې او په انرنېټ کې له حضور څخه څه ډول ښکاري او احساس کېږي.
برنډ ستاسې د سوداګرۍ په اړه د مشتریانو پر نظر اغېز لري، له همدې کبله مهمه ده چې خپله سوداګریزه نښه روښانه، ثابته او په زړه راښوونکې جوړه کړی. تاسې کېدای شي په دې برخه کې د یوه مسلکي ډیزاینر مرستې ته اړتیا ولرئ.
ستاسې وېبپاڼه هم ډېره مهمه ده، ځکه ستاسې مشتریان د تولید تر اخیستو وړاندې ستاسې په تولیداتو له همدې ځایه قضاوت کوي. په دې برخه کې ډېرې حللارې شته او تاسې باید د هرې یوې له لارې چې ښه درته ښکاري، ډاډ ترلاسه کړی چې د وېبپاڼې ډیزاین مو ښکلی دی او کارونه یې اسانه ده.
۶. سوداګریز پلان جوړ کړئ
اوس نو تاسې چمتو یی چې خپل سوداګریز پلان جوړ کړی. په دغه سوداګریز پلان کې باید لاندې شیان شامل وي: اجرایوي لنډیز، د کمپنۍ ټولیز لید، د بازار اړوند توضیحات، رقابتي تحلیل، د بازار موندنې ستراتیژي، عملیاتي پلان او ستاسې مالي امکانات. که یې په لنډو ووایو دا به ستاسې د سوداګرۍ نقشه وي.
په یاد ولری چې پلان باید ډېر اوږد او مغلق نه وي.
۷. سوداګري مو رسمي کړئ
اوس نو ددې وخت دی چې خپله سوداګري رسمي کړئ. په دغه پړاو کې تاسې باید خپله پرېکړه وکړئ چې یوازې تجارت کوی، شخصي کمپنۍ جوړوی او که شراکت کوئ. د کاروبار د راجسټر پر مهال تاسې نوم او پتې ته هم اړتیا لرئ.
۸. مالي چارې مو تنظیم کړئ
دا فوق العاده مهمه ده چې د کاروباره له پیله د خپلو مالي چارو پر تنظیم تمرکز وکړئ. د کمپنۍ لپاره یو ځانګړی بانکي حساب جوړ کړی چې ستاسې له شخصي بانک اکونټ سره توپیر ولري. د کمپنۍ او شخصي اکونټونو د جوړولو لپاره د هر هېواد قوانین سره توپیر لري. تاسې که په هر هېواد کې اوسی، باید د کاروبار له پیل سره سم د شخصي بانکي حساب ترڅنګ د کمپنۍ لپاره ځانګړی اکونټ هم ولرئ.
۹. د خلکو له پیسو کار واخلئ
که د خپلې ایډیا د پلي کولو لپاره د پیسو له کمښت سره مخ او یا هم غواړی د خپلې پروژې لپاره د مالي منابعو له نویو لارو کارو واخلی، په اصل کې تاسې غواړی چې مردمي مالي منابع وکاروئ.
د مالي منابعو دغه نوې تګلاره په نویو سوداګریو کې ډېره عامه شوې ده او د شمېرو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې له دې لارې ۵،۱ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.
ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.