خبرونه

مصري حکومت ۲۶ زره جوماتونه تړلي دي

د مصر د اوقافو وزارت اعلان کړی چې دوی د مصر په ټولو برخو کې ۲۶ زره جوماتونه تړلي دي. د وزارت چارواکي وايي چې دې جوماتونو کې د ترهگرۍ لپاره ځوانانو ته فکري روزنه ورکوله نو له امله یې حکومت مجبور دی چې دا جوماتونه نور د لمونځ کوونکو پر مخ وتړي.

د مصر د حکومت ملاتړې ډلې د سلفیانو نور ډلې لپاره حکومت ۴۰۰ جوماتونه ورکړي دي. د نور ډلې له حکومت سره ژمنه کړې چې دوی به د جوماتونو ممبرونه د جمعې په ورځ د سیاسي موخو لپاره نه کاروي.

د جنرال عبدالفتاح السیسي له کودتا وروسته په مصر کې د اخوان المسلمین ډله په ترهگرو ډلو کې وشمېرل شوه او د دې ډلې هر ډول فعالیت یې ترهگریز اعلان کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button