افغانستانسلايډ

د بغلان خلکو د دولت د نه ملاتړ گواښ کړی

د بغلان لسگونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې پر دولت غږ کړی، چې که مرسته يې ونه کړي، له دولته به خپل ملاتړ وشکوي. دغو خلکو ويلي، د عملیاتو په ترڅ کې د دوولسو ښوونځيو، پينځه دېرش جوماتونو او درې کلينکونو سربېره له زرو ډېر کورونه ويجاړ شوي، چې ډېری يې د امنيتي ځواکونو په بمباریو او درنو وسلو په ډزو نړېدلي.
لاريون کوونکو گواښ وکړ، چې که دولت يې د کورونو او نورو اباديو په بیارغونه کې چوپ پاتې شو، د ډنډغوري ټولې اويا زره کورنۍ به د دولت ملاتړ پرېږدی. د بغلان د عملياتو په پيل کې د دې ولايت قومي مخورو او مدني فعالانو کابل کې خبريالانو ته وويل، چې امنيتي ځواکونه د خلکو کورونه په نښه کوي او د زرو په شاوخوا کې ولسي وگړو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده. له هغې وروسته جگړه بيا هم تر ډېره وغځېده.
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتی ځواکونو د عملياتو له پيل سره سم ډنډغوري ته تللی د اوبو نهر هم پر خلکو تړلی، چې له امله يې د سيمې خلک له سترو ستونزو سره مخ کړي دي. هغوی وايي حکومت تر اوسه د دې ستونزو د اوارولو لپاره هيڅ گام نه دی پورته کړی.
د هيواد دننه د بشر حقوقو فعالانو د دولت پر دغه کار کلکه نيوکه وکړه او زياته یې کړه چې امنیتي ځواکونو پخوا هم په ډېرو ولايتونو کې ورته کارونه کړي، چې د بشر حقوقو خلاف دي او دولت يې بايد ځواب ووايي.
له يوې مياشتې ډېره موده وشوه، چې دولتي ځواکونو د بغلان ډنډغوري کې د طالبانو ضد عمليات پيل کړي دي. طالبانو اته میاشتې وړاندې دغه سيمه د شاوخوا پنځوسو امنيتي ځواکونو په وژلو نيولې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button