افغانستانسلايډ

چارواکي: طالبانو سره به خبرې قطر کې کېږي

افغان چارواکو پرېکړه کړې ده، چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې اترې قطر کې کوي. دغه خبره پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپرېس ټريبيون د افغان چارواکو له خولې ليکلې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پاکستاني پلاوي سره گډه غونډه کې ويلي: «د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د غورځنگ استازيتوب د خبرو اترو بشپړه قانوني مرجع ده. په دې پړاو کې د «قطر دفتر» زموږ د علاقې وړ دی». ښاغلي کرزي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې افغان حکومت پخوا قطر کې د طالبانو دفتر په رسميت نه پېژاند. خو طالبانو ويلي و، يوازې د قطر له لارې به د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره کېدونکو هڅو کې گډون وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين زياته کړې، افغان حکومت د قطر دفتر د طالبانو هغه ډله مشروع بولي، چې د تېرې جون مياشت کې يې ملا اختر محمد منصور د خپل مشر په توگه وټاکه او د هغه پيروي کوي. «افغان چارواکي د قطر دفتر په رسميت پېژني او طالبان حق لري خبرو کې د حقاني شبکې کسان وړاندې کړي».

د ملي يووالي حکومت حقاني شبکه له خپلو پياوړو مخالفينو شمېري او د راپورونو پر اساس افغانستان کې د ډېری زورورو بريدونو کار د همدې شبکې د جنگيالو پر غاړه دی.

يادې پاکستانۍ ورځپاڼې پرون د ولسمشر د يوه سلاکار ښاغلي قطب الدين هلال له خولې ليکلي وو، چې ملي يووالي حکومت د طالبانو يوازې له څو شرطونو پرته نور ټول منلي، څو د سولې خبرو اترو ته کښېني.

طالبانو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button