افغانستانسلايډ

چين افغانستان سره اويا ميليونه ډالر مرسته کوي

د چین د پوځ لوی درستیز فانگ فونگ هوی نن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسېد، ښاغلي فانگ فونگ هوی له ولسمشر محمد اشرف غني سره او د ملي امنیت سلا کار حنیف اتمر سره لیدلي او د چين او افغانستان په نظامي همکاریو یې خبرې کړي.

له ارگه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاغلي فانگ فونگ هوی له ولسمشر غني سره د افغانستان په روانو امنیتي حالتو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره به ۴۸۰ میلیونه یوان چې ۷۰ میلیونه امریکايې ډالر کيږي، د افغانستان په نظامي برخه کې کومک وکړي.

جنرال فانگ فونگ هوی د چين لومړی لوړ پوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي، تر دې د مخه داسې کوم لوړ پوړي چینايي چارواکې افغانستان ته سفر نه و کړی.

د امریکا پاکستان او افغانستان په گډون چین هم د افغان سولې د څلور اړخیزي غونډې غړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button