روانې چارېسلايډ

څلور مخيزه غونډې!

اکرام الدين واصل

له همغې مودې چې د سولې پروسه څارم، سولې د جنګ جامې اغوستي. د سولې اراده او د سولې غښتلې هيله يوازې ولس سره ده. هغه خلک چې د شپېليو په زور واکمن شول، لا هم هماغه خوبونه ويني، چې هر څه به په زور کيږي. هغه د دوی په ژبه د ولس اراده ورسره بيخي مطرح نه ده. دوی که څه هم په ولسواکۍ ايمان لري، مګر بيا هم دغه ايمان يوازې تر شعار او دعوې وراخوا نه دی!

د سولې روانه اخرنۍ پروسه د څلورو هېوادونو غونډې دي، چې زه يې «څلور مخيزې» غونډې بولم. څلور واړه هېوادونه په دې جګړه کې جلا سمتونه لري. د دې پروسې لومړۍ غوښتنه خو دا ده، چې لومړی د دې څلورو مخونو سمتونه سره يو شي، که يو کيږي نه نو چې اقلا سره نږدې خو شي. په داسې يوه بې باوره فضاء کې چې د جرګې خلک سره په يوه خبره سلا نه وي،څه ډول کېدای شي چې دښمن کومې معلومې خبرې ته ځان سره کېنوي؟

اشرف غني د هغه طالبي غرور په اړه چې وايي کابل حکومت سره نه کېنم، ځکه چې واک نه لري؛ طالب بيخي له صحنې وباسي. ټول زور په دې کوي چې پاکستان کوم خارق العاده کار وکړي او د فشار نتيجه کې اشرف غني ته سوله ورکړي. پاکستان لا په دې کې پاتې دی چې څنګه طالب دې ته قانع کړي چې اسلام اباد کې خبرو ته کېنې. دوی ته ستونزه نه ده، چې قطروال طالبان اسلام اباد ته راشي، بلکې ستونزه ورته دا ده، چې قطروال په اصطلاح اګنور کړي او له پاکستانه کوم طالب مشر دوی سره کيني.

پاکستان په هيڅ صورت نه غواړي چې له افغان کشالې خپل لاسونه وباسي يا داسې سمت کې پاتې شي چې څوک پرې د بېګانه ګومان وکړي. دا چې خپله پاکستان ته دومره مزل پاتې دی چې څومره افغانستان ته د سولې پر لار پاتې دی نو د اشرف غني دا ټينګار به د سولې پروسه کوم لور ته بوځي؟

چين بيا هغې سودا نيولی چې امريکا دغه سودا ورته پرېښودل غواړي. چين خپله موضوع مطرح کوي او کوښښ کوي چې د دوی وړاندي کړي مواد سرِ فهرست وي. هغوی ته د ايغور مسئله مطرح ده مګر امريکا ته خپلو موضوعاتو کې دا هم مطرح ده چې د چين دردونه دوا نه شي.

امريکا بيا قطعا دا فکر نه کوي چې خامخا دې سوله راشي. خامخا سوله نه غواړي، بلکې خامخا خپل پاتې کېدل غواړي. هغه صورتونه چې امريکا پکې دلته خپل وجود روغ ساتلی شي او خړو اوبو کې کبان ونيولی شي، تر ټولو لومړۍ خبرې دي. که سيمه او افغانستان کې سوله راځي نو د امريکا وجود ته دلته څه اړتيا ده؟

تازه صورتِ حال دا وايي چې اشرف غني يوازې هغه رول اداء کوي چې کرزي اداء کاوه. يوازې هغه مزي پرېښودل او راکشول غواړي چې پاکستان سره پرې ناندرۍ تودې وي. تېره ورځ کونړ کې خونړۍ پېښه وشوه. ولسمشر نا څاپي غږ وکړ چې دا ډول خلکو سره مذاکرات نه کوو. دی داسې فکر کوي چې ما د سولې غږ پورته کړ نو هر څه دې په ټپه ودريږي!!

د ولسمشر هواداران هم فکر نه کوي، يوازې دا يې اورېدلي چې مفکر دی. سولې ته چې له هر څه وړاندې افغان حکومت فضاء برابره نه کړي، دا فشارونه يوازې پاکستان ته حيثيت ورکولای شي، نور هيڅ نه شي کولای. دا دی بيا هم څلورمه څلور مخيزه غونډه پای ته ورسېده خو وګورو چې د مارچ لومړۍ هفته کې څه کيږي.

طالبانو خو نا خبري وښوده چې موږ ته نه چا د سولې په اړه څه ويلي نه داسې بې اهميته غونډو کې کېنو. يوازې يو ګواښ رسنيو خپور کړ چې طالبان دې د مارچ لومړۍ هفته کې اسلام اباد کې غونډې ته حاضر شي!! سړی هېښ شي، هغه دې په سر سر ولي ته پرې امر کوې چې حاضر شئ!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button