تاسو باید په ذهني ډول د مطالعې لپاره تیار اوسئ، که چېرې ذهن مو په نورو کارونو کې بند وي نو له مطالعې گټه نه شي پورته کولی؛
- د مطالعي حجم باید ستاسو ذهني تمرکز له منځه یونسي، له مطالعې یوازېنۍ موخه د پوهې ډېرېدل دي نه د کتابونو ختمول؛
- مخکې له دې چې له کتاب څخه مو ذهن بل لوري ته واوړي، باید د تېرې مطالعې په زړه پورې ځایونو یو وار بیا راتېر شئ؛
- د کتاب له لوستلو باید مخکې منظم پلان ولرئ، هر کتاب باید ستاسو د ځانگړو پوښتنو ځواب ولري. یا دا چې کتاب باید د دې لپاره انتخاب شي چې ستاسو د پوښتنو ځواب درکړي؛
- کوم کتابونه چې لولئ هغه مو باید خپل وي، ځکه د هر کتاب لوستلو کې باید د مهمو ټکو لاندې نښه کړئ، ځکه د اړتیا په وخت کې په اسانۍ سره ترې خپل مطلب پورته کولی شئ؛
- د کتاب لوستلو پر وخت کې باید لوستونکي سره قلم وي چې په زړه پورې مطالب او په کومو ټکو کې چې ستونزه لري هغه په نښه کړي؛
- د لوستلو او نورو کارونو تر منځ وخت وویشئ، ځکه یوازې لوستل مو ستړی کوي باید د لوستلو تر څنګ انسان فزیکي کار هم وکړي؛
- موضوعي مطالعه کوئ؛ کله مو چې د یوې موضوع په اړه مطالعه شروع کړه د هغې موضوع په اړه مناسب معلومات تر لاسه کړئ او له هغې وروسته بیا نورو موضوعاتو کتابونه لوستل شروع کړئ؛
- له کتاب لوستلو وروسته د کتاب نچوړ په خپلو الفاظو ولیکئ، دا کار به د لوستلو سره ستاسو د لیکلو هنر هم قوي کړي؛
- له کومو موضوعاتو سره چې علاقه لرئ د هغې موضوع په اړه مطالعه وکړئ، دا کار مو فکري قوه غښتلې کوي؛
- د هر کتاب لوستلو څخه وروسته د ځان لپاره یوه جایزه وټاکۍ، د بېلگې په ډول له ځان سره ووايئ چې که دا کتاب مې تر پایه ولوست له ملگرو سره بهر ماښامنۍ کوم یا د دې کتاب له لوستلو وروسته یو فلم گورم، یا دېته ورته نور فعالیتونه؛
- د کاغذ رنگ، د قلم رنگ، د مطالعې ځای، د ناستې حالت، د کتاب او سترگو تر منځ فاصله دا ټول ستاسو د مطالعې پر وړتیا اغېز لري.
مننه ورونو! ښې مشورې دي، هيله ده همدا ډول خپل کار ته دوام ورکړئ. يو وړانديز لرم؛ که مو د کتابتون په اړه هم کومه ورڅ څه وليکل بې فايدې به نه وي. کله يو څوک کتابتون ته ننوځي، نو د کتابونو کثرت يې پسې واخلي، کله يو راواخلي، لکه بل راواخلي، وخت ترې تېر شي، مګر مطالعه ونه کړي. هيله ده چې د کتابتون د تعامل په اړه هم څه راسره شريک کړئ. مننه