هلمند: چاودنې څلور پوليس وژلي دي
د هلمند مرکز لښکرگاه ښار کې د بم چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوی او څو تنه نور پوليس او ولسي وگړي ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د پېښې پخلی کړی دی. هغه زياته کړې ده، چې پوليسو نن ماښام مهال د لښکرگاه د اولې ناحيې اړوند زاړه مديريت کې يو بم وموند او خنثی يې کړ. خو کله يې چې بم هاموي موټر ته پورته کړ، چاودنه يې وکړه، چې له امله يې يو پوليس ووژل شو او يوولس تنه نور پوليس او ملکيان ټپيان شول.
د والي وياند وايي، چاودنې هاموي موټر او يو بل د ولسي وگړو کرولا موټر له منځه يووړل، چې د کرولا سپرلۍ هم ټپيان شول. ښاغلي ځواک ونه ويل، چې پېښه کې څو ملکي وگړي ټپيان دي.
خو د سيمې د پوليسو يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د ايمرجنسي روغتون چارواکو ويلي، د پېښې له ځايه يوولس ټپيان وروړل شوي، چې پوليس او ملکي وگړي دي. هغوی وايي، د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.