خبرونهروانې چارېسلايډسيمه او نړۍغير مصنف

د ایران پارلماني ټاکنې او د اخوندانو وروستۍ سلگۍ

نیلاب شینواری

له ۱۹۷۹م کال څخه د مخه ایران کې مشروطه شاهي نظام واکمن و، چې له لویدیځوالو سره یې کلکه ملگرتیا لرله. د دې نظام تر وروستیو پورې د ایران د نفتو استخراج له برتانوي کمپنیو سره وو. ایراني ملت د لوږې او بې وزلۍ شپې او ورځې سبا کولې، تر دې چې محمد مصدق د ایران لومړی وزیر شو او ایراني نفت یې له برتانوي کمپنیو څخه ازاد او ایراني کمپنیو په خپله د نفتو استخراج پیل کړ. له دې سره مصدق د ایران د یو وتلي او قهرمان مشر په توگه وپېژندل شو.

د شاهي نظام په دوره کې د ایران خلک له بې روزگارۍ او لوږې سره مخ ول، ورځ تر بلې ملت له دولت څخه واټن اخیسته، تر دې چې په ۱۹۷۹م کال کې ایراني ملت د اخوندانو تر مشرۍ لاندې شاهي نظام له منځه يووړ او پر ځای یې د روح الله خمیني په فکر او طرز ولاړ نظام رامنځته کړ.

دا نظام د لویدیځې ولسواکۍ او اسلامي نظام په گډو اصولو جوړ شوی و. دې نظام کې رهبر معظم او ولسمشر دواړه رول لري، رهبر معظم د ټولو مشر دی او ولسمشر د حکومت اداره کوي. دوه ډوله پوځ دی؛ لومړي ملي پوځ چې د ولسمشر تر کنټرول لاندې خپل کارونه پر مخ بیایي او دوهم یې سپاه پاسداران چې دوی د رهبر معظم یا له ستر مشر څخه قومانده اخلي. دوه شوراگانې شتون لري چې یو یې پارلمان یا شورای اسلامي ده او بله شورای رهبري یا د مشرانو شوری، پارلمان د قانون جوړونې رول لوبوي او ورسته له دوی څخه بیا دغه قانون شوری رهبري تاییدوي.

په دې نظام کې ستر مشر او ولسمشر دواړه وکمنان دي، خو ولسمشر بیا ستر مشر یا رهبر معظم ته خپل ځانگړی احترام او درناوی لري. د ایران د اسلامي انقلاب له پیل څخه تر دې دمه ستر مشر په ټاکنو کې تل په درغلۍ تورن شوی دی. د ایراني ملت روڼ اندي رهبر معظم په دې تورنوي، چې تل یې نه دي غوښتي چې ایرانیان په خپله خوښه خپل ولسمشر وټاکي.

په ۱۹۹۷م کال کې د لومړي وار لپاره د اخوندانو د نظریي ضد کس «سید محمد خاتمي» تر نورو ډېرې رایي تر لاسه کړې او د ایران ولسمشر شو. د سید محمد خاتمي په دورې کې د اخوندانو ټولواکي منحصره شوه. د ایران ولس ته یې شخصي ازادي ورکړه، په بهرني سیاست کې یې اصلاحات راوستل. دا دوره د ایران د اسلامي انقلاب په تاریخ کې د اصلاحاتو غوښتونکو د لومړۍ دورې په نامه ونومول شوه.

د سید محمد خاتمي له څلورکلنې دورې وروسته محمود احمدي نژاد د ایران ولسمشر وټاکل شو. محمود احمدي نژاد د رهبر معظم یا ستر مشر «علي خامنایي» تر ټولو نږدې ملگری و، د ایران حکومت یو وار بیا د اخوندانو په بشپړ کنترول کې شو. د محمود احمدي نژاد په موده کې نړیوالو پر ایران گڼ اقتصادي بندیزونه ولگول. ایراني اقتصاد له ځوړوالي سره مخ شو، پیسو خپل ارزښت له لاسه ورکړ، د ایران اړیکې له نورې نړۍ سره پرې شوې. د دوهم وار لپاره ټاکنو کې احمدي نژاد د اخوندانو او حسن موسوي د اصلاح غوښتونکو نوماند وو چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ د ایراني ملت غوصه راوپاروله، لاریونونو ستر ناورین رامنځته کړ، چې له امله یې گڼ لاریون کوونکي مړه او ټپیان شول. په پای کې احمدي نژاد د دوهم وار لپاره د ایران ولسمشر وټاکل شو.

د احمدي نژاد د دوهمې دورې له پای وروسته ټاکنو کې حسن روحاني  ۵۱٪ رایې تر لاسه کړې او د ایران ولسمشر وټاکل شو. روحاني له ملت سره د اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو او ایران له نړۍ سره د نښلولو ژمنې کړې وې. حسن روحاني د اخوندانو د واک د انحاصر غوښتونکی دی. روحاني خپله او د کابینې ډېری غړو یې په لویدیځ کې لوړې زده کړې تر لاسه کړي. دغه ایراني مشران غواړي چې له لویدیځ سره ښې اړیکې ولري.

له ټاکنو وروسته تر دې دمه روحاني او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې وتوانېدل چې له لویدیځوالو سره د اټومي انرژۍ په ذخیره کولو کې سره سلا مشورې ته ورسېږي او نړیوالو سره خپلې اقتصادي اړیکې پيل کړي. روحاني تېره میاشت د اروپا په سفر تللی وو، چې له ډېرو اروپایي هېوادونو سره یې اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل.

ایراني ملت د حسن روحاني وروستۍ لاسته راوړنې هیله بښونکي گڼي. پرون د فبرورۍ په ۲۷ ایران کې د پارلماني او رهبري شوراگانو ټاکنې وې. لومړي راپورونه وايي چې ټاکنو کې د حسن روحاني ټیم تر نورو مخکښ ټیم دی. که چېرې د حسن روحاني ټیم په دواړو شوراگانو کې ډېرې رایې تر لاسه کړي، نو کولی شي چې راتلونکی رهبر معظم یا ستر مشر د خپلې خوښې کس وټاکي. ځکه د ایران ستر مشر اوسمهال ۷۶ کاله عمر لري او ناروغ دی باید پر ځای یې بل کس وپېژندل شي.

د حسن روحاني په ټیم کې هاشمي رفسنجاني د دې پوست لپاره تر ټولو وړ کس دی. که چېرې د حسن روحاني ټیم په شورای رهبري کې تر ټولو ډېرې رایې تر لاسه کړي او پر ځای یې رفسنجاني د ایران ستر مشر وټاکل شي، نو دا به د ایران په تاریخ کې د اخوندانو د ماتې لومړی وار وي، چې د ستر مشر چوکۍ د دوی له ولکې وځي.

ایران له خپلو نفتو او صنعت څخه ډېر عاید لري. د دې عاید ډېری برخه د ستر مشر علي خامنايي په مشرۍ اسلامي نړۍ کې د شیعه ډلو د فعالولو لپاره خرڅ کېده. د ایران د اسلامي انقلاب له پیل څخه تر دې دمه د نړۍ په ډېرو برخو کې شیعه لږه‌کيو ډلو په منظم ډول د ایران په پیسو د ایران د گټو لپاره فعالیت کاوه او د ایران دننه ملت د بې وزلۍ او فقر شپې ورځې سبا کولې. ډېرې ایراني روڼ اندي د ستر مشر له دې پالیسۍ سره مخالف ول.

که چېرې په ټاکنو کې د حسن روحاني ټیم بریا تر لاسه کړي او ستر مشر په خپله خوښه وټاکي، نو لرې نه ده چې د شیعه ډلو د وسله‌وال کولو او ملاتړ څخه لاس واخلي او خپله پاملرنه د ایراني اقتصاد پرمختگ ته وکړي او د اخوندانو دا ځلېدونکی ستوری نور د تل لپاره راوپرزوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button